ملګري ملتونه وايي چې د ستونزو حل مذاکرات دي، طالبان دې خبرو ته چمتووالی وښي

ملګري ملتونه وايي چې د ستونزو حل مذاکرات دي، طالبان دې خبرو ته چمتووالی وښي
ګرانډي له واشنګټن پوسټ سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده، د دې لپاره چې طالبان وکولی شي یو باثباته هېواد ولري، مالي شتمني یې ازاده شي او ټوله نړۍ یې په رسمیت وپېژني نو باید خبرو ته رامخکې شي.
(2022 / 1 / 8 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګرانډي ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لار د افغانستان ا.ا او نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې دي.
هغه ویلي چې شته ستونزې یوازې او یوازې د خبرو اترو له لارې د حل وړ دي نو طالبانو ته په کار ده چې له نړیوالو سره د ډیالوګ لار خپله کړي.
ګرانډي له واشنګټن پوسټ سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده، د دې لپاره چې طالبان وکولی شي یو باثباته هېواد ولري، مالي شتمني یې ازاده شي او ټوله نړۍ یې په رسمیت وپېژني نو باید خبرو ته رامخکې شي.
ګرانډي دغه راز ټینګار کړی دی چې طالبان باید ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي او لږکیو ته په خپله اداره کې ونډه ورکړي.
په همدې حال کې د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا ویلي چې دوی هم د ستونزو حل په خبرو کې ویني او د نړیوالې ټولنې د صادقانه خبرو د وړاندیز هرکلی کوي.





