د روس اولس مشر مخې ته د شهباز شریف خپې لړزیدلې : عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان وايي، د شهباز شریف خپې د روسیې د ولسمشر پوتین په وړاندې لړزیدلې .
چکوال کې یوې جلسې ته په وینا کې عمران خان وویل، چې د دغو غلو په ضدی زه اولس ولس ته غږ کوم. عمران خان اوویل چې دې غلو فکر کول چې زه به خاموش پاتې شم، هغه اوویل زه ددې غلو په ضد یم او په خپلو خپو ودریدلې یم.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل د شهباز شريف بې حسي وګورئ، په دې حالاتو کښې هغه بهر ته دوره کوي، بهر کومه جګړه کوي؟ کله چې په ملک کې دومره لوی سېلاب راغی نو د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو هم په اوچت مخ بهر لاړو نو ځکه پرې لګولې شو چې د هغه امر به مني.
عمران خان وویل چې که ددوي ایستل شویو پیسو نیمایي هم بیرته راوړي، نو پاکستان به د پیسو غوښتنه ونه کړي، شهباز شریف د روسیې د ولسمشر پوتین په وړاندې لړزیدل، شهباز شریف د عمومي مرستیال څخه د پیسو غوښتنه کوله.
هغه وويل دملګرو ملتونو سرمنشي په دې پوهيږي چې ددغه کابينې ٦٠ فيصده وزيران په ضمانت کې دي، سرمنشي به دکومې خولې څخه پيسې درکوي، هغه پوهيږي چې دهغوي په ضد دفساد دوسيې شته، سرمنشي په هر څه پوهيږي او هم دې له امله هغه پیسې نه ورکوي.
ده ووئيل شهباز شريف حلفیه بیان وركړې وه چې نواز شريف به واپس راځي، د نواز شريف لور په ژوند كښې يو ساعت هم كار نه دے كړے، مريم په دروغو كښې پي اېچ ډي كړې ده، مريم نواز شهزادګۍ شوې ده نو هغې ته ته د میرټ څه پته ده.
عمران خان اوویل چې چوهدري نثار له مسلم ليګ (ن) نه جدا شو ځکه چې ته مریم نواز ته اوګوره او بیا چوهدري نثار ته، هغه اوویل چې که پيپلز پارټي کښې هم ميرټ وي نو چيئرمېن به اعتزاز احسن ټاکل شوې وې او نن به بلاول نه وې.
نور خبرونه
د پنجاب اسمبلۍ پي ټي آیی غړیو سره د عمران خان لیدنه، د غونډې دننه کیسه مخې ته راغلې ده
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به زر د آیی ایم ایف مشر او نړيوال باند صدر سره مهمه لیدنه وکړي