د پنجاب اسمبلۍ پي ټي آیی غړیو سره د عمران خان لیدنه، د غونډې دننه کیسه مخې ته راغلې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان په مشرۍ کښې د پنجاب پارلېماني پارټۍ د غونډې دننه کیسه مخې ته راغلې ده.
دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې دپارلماني گوند له ١٧٦ غړو څخه ١٥٠ يې برخه اخستې وه او ٢٦ غړي په دغه غونډه کې غير حاضر وو.
سرچينې وائي دپي ټي ائي پارليماني ګوند دپروېز الهي د کار په اړه پوښتنه کړې اؤ شکايت يې کړى چې يواځې دقومي اسمبلۍ غړي خپل کار کوي، مونږ ته غفلت کيږي.
د پي ټي ائي پنجاب مشرانو وئيلي دي چي پرويز الله په خپله خوښه پوسټنګ او تبادله کوي، مونږ نه اخستل کيږي۔
د ذرائعو ترمخه د غړو د شکايتونو په اړه عمران خان وئيلي دي چي ما ميا اسلم سينئر وزير جوړ کړے دے، هغه ته دي د انديښنو خبر ورکړي او هغه به حل کړي۔
د پي ټي ائي غړي وايي د پنجاب حالات د بزدار د واک وخت څخه هم ډیر خراب دي، که حالات همداسې دوام وکړي نو په ټاکنو کې به له ستونزو سره مخ شي. غړو تور ولګاوه چې د پروېز الهي پر ځای مونس الهي د پنجاب حکومت چلوي.
باید وویل شي چې په پنجاب کې د پاکستان تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) ایتلافي حکومت دی او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پنجاب پارلماني ګوند غونډه پرون په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.
نور خبرونه
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به زر د آیی ایم ایف مشر او نړيوال باند صدر سره مهمه لیدنه وکړي