د خیبر پښتونخوا حکومت د مالي ستونزو ښکار دې، د سیلاب زیانونو په وجه ی پرمختیایی بجټ لپاره مقررې ۵۹ اربه روپۍ فنډ د منجمد کولو پریکړه کړې ده

0
49

باغی ټي وي رپورټ
د سخت مالي بحران او سيلابونو له وجې صوبائي حکومت د روان مالي کال په پرمختيائي بجټ کښې شامل د 59 اربه 27 کروړه روپو د مجوزه نويو منصوبو فنډ منجمد کولو غور شروع کړی دی. په دې لړ كښې د سيكرټري پي اېنډ ډي په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د ټولو څانګو نه د نوو پرمختيائي پروژو تفصيلات غوښتل شوي دي۔
د دې په رڼا كښې به په راتلونكو څو ورځو كښې نوټيفيكشن جاري كولې شي۔ سرچينې وائي چې د روان مالي کال لپاره صوبائي حکومت په بجټ کې ادارو ته د مختص شوې پرمختيائي فنډ 50 فيصده جاري کړي دي خو د دې په مقابله کې د وفاقي حکومت څخه د اړتيا وړ قسطونه نه دي ترلاسه شوي په داسې حال کې چې د سيلابونو په وجه هم خېبرپښتونخوا کښې هم د اربونو روپو زیان شوې او صوبای حکومت سره فنډونو کمښت دي .
له همدې امله، د شاوخوا 444 غیر منظور شوي پرمختیایي پروژو د فنډونو د کنګل کیدو امکان شتون لري. د سول سيکرټريټ زرائعو وينا ده چي صوبائي حکومت سيلاب ځپلو لپاره فنډ منتقل کولو منصوبه بندي کړي ده ولي چي صوبه اضافي وسائل نه لري نو په اوله مرحله کښي به د صوبې په پرمختيائي بجټ کښي شامل نوي سکیمونه ځنډولي شي او دا په سېلاب ځپلو سيمو کې د انفراسټرکچر وغيره د بحالۍ لپاره د مختص شوې فنډ لګولو په تجويز غور روان دے.
نور خبرونه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به زر د آیی ایم ایف مشر او نړيوال باند صدر سره مهمه لیدنه وکړي

د پاکستان فوځ سرلښکر چین ته په سفر تللې، چین حکومت د پاکستان لپاره د 15 ملیارده او 80ملیونه روپۍ امداد اعلان کړې دې

Leave a reply