د پاکستان فوځ سرلښکر چین ته په سفر تللې، چین حکومت د پاکستان لپاره د 15 ملیارده او 80ملیونه روپۍ امداد اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوا د سفر په مناسبت چین د بشری مرستو له امله پاکستان ته په بیړنۍ توګه د ۱۰۰ میلیون یوان امدادي مرسته اعلان کړه.
د فوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه چین ته په دوه ورځینی رسمی سفر دی.
د چین د دفاع وزیر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې چین له پاکستان او د پاکستان له وسله والو ځواکونو سره خپلو اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوی ، چین هم چمتو دی چې په پاکستان کې د سېلابونو د خلاصون د فعالیتونو لپاره تخنیکی مرستې وکړی.
د آی ایس پی آر د راپور له مخې ، د چین د دفاع وزیر په سیلاب ځپلو سیمو کې د پاکستان د فوځ د ژغورنې د هڅو څخه هم مننه او ددې هڅو ستاینه ی هم وکړه ، په داسې حال کې چې د فوځ مشر د چین د دفاع وزیر څخه د خپلو احساساتو او له پاکستان سره د چین د ملاتړ او مرستو ته دوام ورکولو لپاره هم د چین مننه وکړه.
چین هم د پاکستان لپاره د ۱۰۰ میلیونه یوان بیړنۍ بشری مرستې اعلان کړی.
د چین حکومت به د پاکستان د سیلاب ځپلو لپاره ټول ټال ۵۰۰ میلیونه یوان برابر کړی چې په پاکستانۍ کلدارې کې شاوخوا ۱۵ ملیارده ۸۰ میلیونه کلدارې کیږی.
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان فوځ د مشر د هڅو له امله ، نړیوالې مرستې هم پاکستان ته د سیلاب ځپلو لپاره د مرستې په توګه رارسیدلي دي.





