د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به زر د آیی ایم ایف مشر او نړيوال باند صدر سره مهمه لیدنه وکړي

0
185

باغی ټي وي رپورټ
لومړی وزیر شهباز شریف به د سپتمبر په ۲۱ مه په نیویارک کې د نړیوال بانک له ولسمشر او د ایی ایم ایف د مشر سره وګوری .

د لومړی وزیر د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې لومړی وزیر به نن په لندن کې د ملکه الزبتهه په وروستیو مراسمو کې له ګډون وروسته نیویارک ته راشی.
نیویارک کې د پاتې کېدا پر مهال به لومړی وزیر د نورو هېوادونو له مشرانو سره مهمې دوه اړخیزې لیدنې ولری ، د سپتمبر په ۲۰مه به لومړی وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشی په استقبال کې ګډون وکړی.

د سپتمبر په ۲۰ مه به لومړی وزیر شیباز شریف د فرانسې له ولسمشر اماویل ماکرون سره وګوری ، د سپتمبر په ۲۰ مه به لومړی وزیر شهباز شریف د اسټریا له صدراعظم او د اسپین له ولسمشر سره هم وګوری.
لومړی وزیر شهباز شریف به د فوډ سیکوریټي په نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړی. ‘د خوړو نړیوال امنیت سرمشریزې’ د سینګال ولسمشر او افریقایی اتحادیې لخوا تنظیم شوې ده.

د سپتمبر په ۲۱ ، لومړی وزیر شهباز شریف به د آی ایم ایف ا ایم ډی کریسټالینا جورجیوا او د نړیوال بانک له مشر ډیویډ مالپس سره وګوری.
وزیراعظم شیباز شریف به د تركیې د جمهور رئیس ښاغلی رضا طېب اردوغان او د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسی سره دوه اړخیزې لیدنې هم ترسره كړی.

لومړی وزیر شیباز شریف به د سپتمبر په ۲۱ مه د امریکا د ولسمشر جو بایډن په کوربه توګه د ماښام ډوډۍ ته حاضر شی او د سپټمبر په ۲۱ مه به د ترکیې د ولسمشر او د هغه د مېرمنې په احترام د غرمې ډوډۍ کوربه وی .
د وزیراعظم شهباز شریف دا سفر په داسې وخت کښې کیږي چې ملک د سخت اقتصادی بحران او د سیلاب له امله د زیانونو سره مخ دي، دا خبره هم مهمه ده چې نن د پاکستان فوځ سرلښکر د چین په دوره هم تللې دې، د چین دفاع وزیر سره ی مهمه لیدنه کړي او چین د پاکستان سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره په بینړي توګه د ۵۰۰ یوان امدادي مرستې کولو اعلان هم کړې دې.

Leave a reply