د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ضد د بهرنیو منع فنډ مقدمه، پی ټي آیی ته ددې فند بشپړ راپور وړاندې کولو لپاره ۶ اونې وخت ورکړل شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د بهرنیو مرستو په قضیه کې پاکستان تحریک انصاف ته د تفصیلاتو وړاندې کولو لپاره ۶ هفتې وخت ورکړی دی.
د پي ټي آئي خارجه فنډنګ کيس سماعت د چيف اليکشن کمشنر په مشرۍ کښې اسلام آباد کښې اوشو۔
دتحريک انصاف وکيل دغيرملکي فنډنګ کيس په اړوند اليکشن کميشن کې عبوري جواب جمع کړى دى، د٤ؤ کسانو گوټ گوټ اؤ ويډيوګانې هم جمع کړل شوي دي.
د پي ټي ائي وکيل شاه خاور کميشن ته خواست وکړو چې نور وخت پکار دي، مقدمه 10 کاله پخوانۍ ده، تفصيلات د اوورسيز چيپټر څخه راجمع کول پکار دي، لږ تر لږه 8 هفتې پکار دي.
شاه خاور زیاته کړه چې خلکو ویلي چې دوی پاکستانیان دي خو په پرېکړه کې بهرنیان ښودل شوي.
چيف اليکشن کميشنر وويل زمونږ پوښتنه ستاسو څخه دا وه چې مونږ ولې پيسې ضبط نکړو، تاسو يې ځواب راکړئ، زمونږ د قانون له مخې د بهرنۍ کمپنۍ څخه پيسې نۀ شي راتللى، د قانون لاندې رجسټر شوي دي.
د پي ټي آئي وکيل وويل مونږ ته شپږ هفتې راکړه، په دې باندې چيف اليکشن کميشنر ريمارکس ورکړو چې تاسو ته اول هم ډیر وخت درکړل شوي او وس تاسو ته شپږ هفتې نور وخت درکوو.
نور خبرونه
د پاکستان فوځ ځوانان حیدرآباد کښې سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره دې سیمې ته رسیدلي دي
پاکستان خپله نه دې ډوب شوې بلکه پاکستان په زوره ډوب کړې شوې دې: امیر جماعت اسلامي ، سیراج الحق





