پاکستان خپله نه دې ډوب شوې بلکه پاکستان په زوره ډوب کړې شوې دې: امیر جماعت اسلامي ، سیراج الحق

0
178

باغی ټي وي رپورټ
دجماعت اسلامي امير سراج الحق وايي چې پاکستان په خپله نه دې ډوب شوى بلکه دا ډوب کړې شوې دې.
سیراج الحق په پاکستان کې د سېلابونو د وضعې په اړه د خبرو پر مهال په ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې د اقليمي بدلون يو حقيقت دی، خو پاکستان ډوب شوی نه دی، بلکې ډوب کړې شوې دې، د سترو صنعتي هېوادونو ناسمې تګلارې د دې لامل شوې دي.

په خپل ټويټ کې امير جماعت اسلامي غوښتنه کړې چې حکومت دې دا مسله د ملګرو ملتونو او نړيوالو ادارو مخې ته پورته کړي چې د زيانونو په پایله کښې د نړيوال بانک، آئي ايم ايف او نورو مالي ادارې د پاکستان قرضونه معاف کړي.

دا خبره د یادونې ده چې سیراج الحق څو ورځې وړاندې هم په حکومت سختې نیوکې کړې وې چې سیلاب ځپلي په سختو ستونزو کښې دې او دا حکومت ددوی ستونزې نه هواروي.

Leave a reply