د پاکستان فوځ ځوانان حیدرآباد کښې سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره دې سیمې ته رسیدلي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پوځ د حیدراباد د اورګاډي سټیشن ته د مزدورانو سره د مرستې لپاره دې ځای ته رسیدلي دي او دوی سره ی مرستې پیل کړي دي .
د سېلابونو له امله د اورګاډي د خدماتو د بندېدو له امله کارګران او مزدوران اندېښمن دي او ګڼې کورنۍ له لوږې سره مخ دي.
د پاکستان پوځ ځوانان او نور اهلکارو مزدورانو دې مزدورانو ته راشن، جامې، د ماشو څخه د پټیدو لپاره جال او د ژوند نور ضروري توکي ورکړي دي.
قلي او مزدوران د امدادي سامانونو په ترلاسه کولو خوشحاله شول او د هغوي مخونه په خوشحالۍ روښانه شول، ټولو اړو کسانو د پاکستان د فوځ څخه ځانګړې مننه هم وکړه.
تر دې وړاندې هم د کراچۍ د کور کمانډر په لارښوونه د پاکستان فوځ د خېرپور ضلعې تهري مير واه سيمې ته سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره رسیدلي وو او دې سیمه کښې ی سیلاب ځپلو سره مرستې کړې وې.
دا خبره د یادونې ده چې ددې سیمو یوې معذوره بوډې ښځې په سوشل میډیا د مدد لپاره اپیل کړې وو چې بیا روسته د پاکستان فوځ مشرانو دې سیمې ته دې خلکو سره د مرستو لپاره د پاکستان فوځ ځوانان او ورسرې دې خلکو ته د ضرورت سامان ورسول.
نور خبرونه
عمران خان په ضدد توشه خانه مقدمه، اسلام آباد هایی کورټ فیصله مخفوظه کړې ده






