عمران خان د واک نشه په ختمیدو ده نو ځکه په ملکي ادارو نیوکې او بریدونه کوي: د دفاع وزیر

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزير خواجه اصف وايي، چې د عمران خان لت په واک کې دی، نو پر ملي امنيت او ملي وجود بريد کوي.

اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال خواجه اصف وویل، د عمران خان ادارې، د پوځ د مشر ټاکل، د آی ایم ایف پروګرام او سیلاب ځپلو ته مرستې په نښه کېږي.
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دعمران خان په اقتدار کې لت ماتيږي، عمران خان په قامي سلامتيا اؤ قامي وجود بريد کوي، عمران خان دخپل اقتدار لپاره دملک سلامتي هم په خطر کې اچولى شي.
خواجه اصف ویلي د عمران خان خلاف باید د قانون او اصولو مطابق کارروائي وشي، هیواد کې هغه ثبات هیڅکله هم نه دی راغلی چې نن ورته ضرورت دی.

هغه وويل په اوسني سېلاب وضعيت کې بايد سياست دڅه وخت لپاره يوې خواته وساتل شي، ټول سياسي ګوندونه بايد له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

دپوځ سرلښکر ټاکلو په اړه دپوښتنې په اړه خواجه اصف وويل شهباز شريف به دنومبر په مياشت کې داساسي قانون له مخې دنوي پوځ مشر ټاکي، هغه اوویل چې د عمران خان نیوکو سره او د وینا سره په دې کومه اغیزه نه شي.
نور خبرونه

په هند کښې د سکانو آزاد او خپلواک خالصتان، سبا له په کاناډا کښې د سیکانو مهمه غونډه او ټولپوښتنه کیږی

د جماعت اسلام مشر وایی او نیوکه ی کړې چې په تیرو څو اونیو کښې په خیبر پښتونخوا کښې د ناامنۍ پیښې زیاتې شوي دي

د شانګهایی د همکارۍ سازمان مشري هند ته سپارل شوی، هند کښې په کال ۲۰۲۳ کښې مهمه غونډه شی، د پاکستان د ګډون په اړه پریکړه نه ده شوې

Leave a reply