د شانګهایی د همکارۍ سازمان مشري هند ته سپارل شوی، هند کښې په کال ۲۰۲۳ کښې مهمه غونډه شی، د پاکستان د ګډون په اړه پریکړه نه ده شوې

0
79

باغی ټي وي رپورټ
د شانګهای د همکارۍ سازمان مشري هند ته سپارل شوې، خو د پاکستان د ګډون پرېکړه لا نه ده شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو ویلي، د شانګهای همکارۍ سازمان د مشري له سپارلو وروسته به راتلونکې سرمشریزه په هند کې کېږي، چې په کې د پاکستان د ګډون پرېکړه لا نه ده شوې.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ناڅاپي وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکیې او هند تر منځ اړیکي د مقبوضه کشمیر په ملاتړ کې د ترکیې د ولسمشر له څرګندونو وروسته ترینګلي شوي دي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان مشري هند ته وسپارل شوه.

دا خبره د یادونې ده چې د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه غونډه د ازبکستان په تاریخي ښار سمرقند کې جوړه شوه، چې په کې د غړو هېوادونو سربېره څارونکو هېوادونو هم ګډون کړی وو.
د سرمشریزې ګډه اعلامیه خپره شوه.

د شانګهای د همکارۍ سازمان مشري هند ته سپارل شوې او راتلونکې سرمشریزه به په هند کې جوړه شي.د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې سرمشریزه به په ۲۰۲۳ کال کې د هند په مشرۍ تر سره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري په راتلونکې سرمشریزه کې د ګډون په اړه ویلي، چې په راتلونکې سرمشریزه کې د پاکستان د ګډون په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

Leave a reply