لبنان کښې حساب لرونکو خلکو په بانک برید کړې دې

0
61

باغی ټي وي رپورټ
په لبنان کې، حساب لرونکو د خپلو پیسو ایستلو لپاره په 5 بانکونو برید وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښې د جمعې په ورځ په داسې حال کې رامنځ ته شوې، چې یو شمېر وسله والو اکاونټونو پر بانکونو برید وکړ.

د لبنان حکومت پوليسو ته لارښوونه کړې چې د شکمنو کسانو د نيولو او پلټنو لارښوونه وکړي.
تر دې مخکې تېره اوونۍ هم پر بانکونو د پیسو د ایستلو لپاره ۷ بریدونه شوي وو. بانکونو اوس په لبنان کې د احتجاج په توګه د دوشنبې څخه د دریو ورځو لپاره د بانکونو تړلو اعلان کړی.

د یادولو وړ ده چې په لبنان کې له ۲۰۱۹ کال راهیسې اقتصادي بحران روان دی چې د لبنان د اسعارو د ارزښت د لوړیدو له امله حکومت له بانکونو څخه د زیاتو پیسو په ایستلو بندیز لګولی وو.
دلته دا خبره مهمه ده چې د پاکستان اپوزیشن هم دعوی کوي چې دا هیواد دیوالیه شوې ده خو بل اړخ ته د شهباز شریف حکومت وایی او دا خبره ردوي چې ددوی هیواد ډیفالټ شوې دې، وزیر خزانه مفتاح اسماعیل تیره اونۍ هم بیان کښې ویلي وو چې د عمران خان حکومت دا هیواد دیوالیه کیدو ته نزدې کړې وو خو وس دوی دا هیواد د ډیفالټ کیدو څخه ژغورلې دې.

Leave a reply