په هند کښې د سکانو آزاد او خپلواک خالصتان، سبا له په کاناډا کښې د سیکانو مهمه غونډه او ټولپوښتنه کیږی
باغی ټي وي رپورټ
سبا په کاناډا کې له هند څخه د خپلواکۍ او د سکهانو لپاره د جلا وطن د غوښتنې لپاره ټولپوښتنه کېږي.
د یوې بهرنۍ خبري سرچینې له مخې د کاناډا په ټورنټو ښار کې د ریفرنډم لپاره تر رایې ورکولو مخکې سیاسي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د سیاسي کړکېچ له امله قهرجنو خلکو یو معبد ته اور ورته کړی، چې په اړه یې د هند حکومت له کاناډا څخه د اقدام غوښتنه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د ريفرنډم په ملاتړ په پراخه کچه فعاليتونه پيل شوي او د ريفرنډم د کاميابۍ لپاره د دعايې غونډې هم جوړيږي.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې هم د برطانيې په ګډون په يو شمېر اروپايي هېوادونو کې د سيکانو د جلا وطن لپاره ريفرنډم شوي وو چې په زرګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه.
دا خبره مهمه ده چې په هند کښې د هندي انتها خوښو له لوري مسلمانانو او سیکانو سره توپیري چلند کیږي، ددوی مذهبي آزادي اخستل شوي دي او هم دغه وجه ده چې د هند سیکانو د ډیر وخت راهسې هڅې روانې کړي دي چې په دې هیواد کښې د دوی یو آزاد خالصتان ریاست جوړ کړي او دوی پکښې آزاد ژوند تیر کړي.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې څه وخت وړاندې له هند څخه د خالصتان د خپلواکۍ غورځنګ ایټالیا ته رسېدلی، چې هلته د خالصتان ریفرنډم د سکهه فار جسٹس لخوا تنظیم شوی وو. د ایټالیا په بریشیا ښار کې د خالصتان ریفرنډم لپاره د ووټ اچولو بهیر بشپړ شوی، په خالصتان ریفرنډم کې څه باندې ۴۰ زره رایې اچول شوې دي.
د خالصتان په اړه رایه اچونه د سهار له ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې پرته له وقفې روانه وه، شاوخوا لس زره کسانو د وخت د تېرېدو له امله رایه نه ده ورکړې، د ایټالیا په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا دوه لکه سیکان مېشت دي.