د جماعت اسلام مشر وایی او نیوکه ی کړې چې په تیرو څو اونیو کښې په خیبر پښتونخوا کښې د ناامنۍ پیښې زیاتې شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا د جماعت اسلامي غړی عنایت الله وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او هدفي وژنو کې زیاتوالی راغلی دی.
هغه زياته کړه، چې مرکزي او ولايتي ادارې د ناامنيو مسووليت يو پر بل اچوي، ولايتونه له ناامنيو سره مخ دي، خو حکومت يې منلو ته چمتو نه دى.
عنایت الله وویل چې په باجوړ کې د ملک لیاقت علي له برید وروسته په پخوانۍ فاټا کې د هدفي وژنو له امله ۲۵۴ کسان وژل شوي، په تحصیل چیئرمین ملک لیاقت علي او په سوات کې د امن کمېټۍ مشر د خپلو ملګرو سره په شهادت رسېدلی دی.
ده ووئيل د ملاکنډ ډويژن له ټولو ضلعو نه خلكو ته د زورزياتي ټليفونونه راځي، د صوبائي اسمبلۍ غړي په وېره كښې دي او ځينې اسلام آباد ته تللي دي۔
د جماعت اسلامي غړي دا هم وويل چې د کومو نمبرونو څخه چې ورته کالونه راغلي وو په ضد يې ايف آئي آر درج کړي شوي دي۔






