سبا به وزیراعظم شهباز شریف په لندن کښې مصروفه ورځ تیروي

باغی ټي وی رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف د برطانيې د دورې په مهال د مصروفيتونو تفصيلات مخې ته راغلي دي۔
د خپل سفر په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ د پخواني وزيراعظم نوازشريف سره هم ليده کاته کوي، د نواز شريف او شهباز شريف ترمينځه ليدنه به تر درې ساعتونو دوام وکړي.
د برطانيې د دورې په مهال به شهباز شريف د اتوار په ورځ په لندن کې مصروفه ورځ تيروي، په داسې حال کې چې هغه به پخپله لندن کې نورې غونډې هم لري.
شهباز شریف به د دوشنبې په ورځ د ملکه الزبتهه دوېم د جنازې په مراسمو کې له ګډون وروسته سمدستي خپل وطن ته ځي.
نور خبرونه
د نیب په قانون کښې ترمیم، د فساد په مقدمو کښې ککړو کسانو ته لوی ریلیف په لاس راغې





