پخواني چیف جستس ګلګت بلتستان رانا شمیم د خپل بیان حلفي څخه واپس شوې، بخښنه ی هم غوښتې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ګلګت بلتستان سپریم اپیلیټ کورټ پخوانی چیف جج رانا شمیم د بیان حلفی نه منحرف شو.
رانا شمیم اسلام آباد هائي کورټ کښې د معافۍ نوی خط جمع کړے دے په کوم کښې چې هغه په زاړه حلف نامې کښې ذکر شوي الفاظ واپس کړي دي.
رانا شمیم د اسلام آباد هائي کورټ کښې یو نوی غیر مشروط معافی خط جمع کړے دے په کوم کښې چې د خپل غلط او غیر ضروري حلفې په وجه غیر مشروطه بخښنه غوښتې ده.
هغوي په خپل بخښنه لیک کې لیکلي چې د لویې محکمې د قاضي نوم په غلطۍ سره په حلفه کې شامل شوی وو او د خپلې لویې غلطۍ لپاره بخښنه غواړي.
د ګلګت بلتستان پخواني چيف جسټس وئيلي دي چې د غلط فهمي له وجې د 10 نومبر 2021 په حلف نامې کښې د قاضي نوم شامل کړے شوے وو، زه د خپل حلف نامې متن واپس اخلم او هم دغه شان هغوی بخښنه هم اوغوښته.
ياده دې وي چې رانا شميم تر دې وړاندې هم معافي جمع کړې وه کومه چې عدالت نه وه منلې.





