سندهه کښې سیلاب ځپلو د وزیراعلی سندهه ګاړې را ایسار کړې دې

0
209

باغی ټي وي رپورټ
سيلاب ځپلو خلکو د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه ګاډي د عمرکوټ په چاچرو روډ ودرول.

سېلاب ځپلو خلکو خپل شکايتونه د سندهـ وزيراعلي ته کړي او غوښتنه يې کړې چې د دوی له سيمو دې اوبه وباسي تر څو خپلو کورونو ته ستانه شي.

د سندهه وزيراعلي متاثرينو ته ډاډ ورکړ چې د دوي ستونزې به ډير ژر هواري شي چې له دې وروسته يې متاثرينو ته د وتلو اجازه ورکړه.
ياده دې وي چې د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه په حيدراباد کې ميډيا سره د خبرو په مهال ويلي وو چې تاسو تنقيد ضرور کوئ خو دا هم ووايئ چې ستونزه چرته ده زه پخپله هر ځای ته رسېږم.

له دې وړاندې سېلاب ځپلو خلکو د سندهـ د سرپرست والي اغا سراج دراني، منظور وسان او خورشيد شاه د زوی موټر هم درولي وو.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د آبي وسائلو وفاقي وزير خور شيد شاه زوي زرک شاه د باران او سیلابونو څخه متاثره سيمي بچل شاه دوره کړې وه او په دي موقع مقامي خلک ی مخې ته راغلي وو او ددوی لار ی بنده کړې وه.

د سيمې اوسېدونکو ورته شکایت کړې وو چې ددوی هر څه غرق شوي، نو زيرک شاه ولې دلته راغلی دی؟ په ځواب کې زرک شاه وويل چې مونږ خپله يوسي پريښوده او دلته راغلو چې ستاسو ستونزې حل کړو، زرک شاه دوی ته د دوی ستونزې د هوارولو باور ورکړې ووه.
نور خبرونه

د نیب په قانون کښې ترمیم، د فساد په مقدمو کښې ککړو کسانو ته لوی ریلیف په لاس راغې

مجبور یو نرخونه زیات کړو، دا د آیی ایم ایف سره معاهده کښې یو شرط دې: د داخله چارو وزیر

Leave a reply