مجبور یو نرخونه زیات کړو، دا د آیی ایم ایف سره معاهده کښې یو شرط دې: د داخله چارو وزیر

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چي نرخونه زياتول د حکومت مجبوري ده ځکه چي دا د آئي ايم ايف شرط دے.

رانا ثناءالله د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په مهال وويل چې سختې فيصلې په مجبورۍ کې کيږي.

هغه وويل چې د نرخونو د لوړولو له پرېکړې سره موافق نه شو، خو د بيو زياتوالى يو مجبوريت دى، ځکه دا د اى اېم اېف شرط دى او موږ د دې مجبوريت هېڅ حل نه لرو.
د مريم نواز په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې رانا ثناء الله وويل مريم نواز هم هغه شان خبرې کوي چې وزيراعظم شهباز شريف کوي.

ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال مريم نواز وئيلي وؤ چې دبريښنا په بيعه کې زياتوالى دحکومت له پريکړې سره متفق نۀ دى اؤ حکومت څخه به دبجلۍ بيعې کمولو غوښتنه کوي.

نور خبرونه

د سي ټي ډي عملیات، د داعش خراسان ډلې غړي اووژل شول

پاکستان کښې د سیلابونو له امله زیان د ۳۰ دیرش ملیارده ډالرو څخه زیات دې: د مالیی وزیره ،عاشه غوث

Leave a reply