پاکستان کښې د سیلابونو له امله زیان د ۳۰ دیرش ملیارده ډالرو څخه زیات دې: د مالیی وزیره ،عاشه غوث

0
188

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د مالیې وزیره عایشه غوث پاشا وايي، په پاکستان کې د سېلابونو له امله اقتصادي زیان ښايي له ۳۰ میلیاردو ډالرو زیات وي.

عایشه غوث پاشا وايي، چې د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو کره شمېر لا نه دی څرګند، خو نړیوال بانک، ملګري ملتونه او د اسیا پراختیايي بانک په ګډه د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو ارزونه کوي، چې د بیارغونې او ودې لپاره به څه وکړي.
هغه وايي د سېلاب له وجې به د ۳۰ اربه ډالرو نه زيات اقتصادي زيان اوښتی وي، ايي اېم اېف د لومړني سرپلس او صوبايي نغدو سرپلس په ګډون بېلابېل هدفونه ورکړي وو، خو له سېلاب وروسته حالات بدل شوي دي.

ده ووئيل د مالي زيانونو په اړه به آئي اېم اېف ته خبر وركړي٬ آئي اېم اېف به د نومبر په مياشت كښې د پاكستان د معيشت په اړه بل جائزه پېل كوي۔

د مملکت وزير وويل د ميني بجټ راوړلو يا په عوامو د ټيکسونو د اضافي بار اچولو اراده نشته، په پټرول باندې د پټروليم ډيولپمنټ ليوي په في ليټر 37 روپۍ کمه کړې شوې ده.

Leave a reply