د نیب په قانون کښې ترمیم، د فساد په مقدمو کښې ککړو کسانو ته لوی ریلیف په لاس راغې

0
177

باغي ټي وي رپورټ
د قامي احتساب بیورو (نیب) قوانینو کې د ترمیم له مخې د نیب ریفرنسز کې ملزمانو ته لویه ریلیف ترلاسه شو.

د نیب قوانینو ترامیم وروسته احتساب عدالتونو د وزیراعظم شهباز شریف، حمزه شهباز، راجه پرویز اشرف او یوسف رضا ګیلاني خلاف د کرپشن ۵۰ ریفرنسونه واپس کړي دي.

د وزيراعظم شهباز شريف او حمزه شهباز په ضد د رمضان شوګر ملز ريفرنس واپس اخستې شوي او د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف په ضد د رينټل پاور کرپشن شپږ ريفرنسونه واپس اخستي شوي دي۔

همدغه راز دپيپلز پارټۍ سينيټر اؤ پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په ضد يو ايس ايف فنډ کې دکرپشن ريفرنس بيرته اخستل شوى دى.

د دې نه علاوه د سېنېټر سليم مانډوي والا، د خېبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي سردار مهتاب عباسي او د پيپلز پارټۍ د سېنېټر روبينا خالد خلاف د وړو جرمونو ريفرنس هم واپس اخستې شوې دې۔
د نیب قوانینو ترامیم وروسته د مدثره سکینډل او کمپنیو فراډ ریفرینسونه هم د احتساب عدالتونو نه ویستلی شوی دی.
نور خبرونه

مجبور یو نرخونه زیات کړو، دا د آیی ایم ایف سره معاهده کښې یو شرط دې: د داخله چارو وزیر

پاکستان کښې د سیلابونو له امله زیان د ۳۰ دیرش ملیارده ډالرو څخه زیات دې: د مالیی وزیره ،عاشه غوث

Leave a reply