د ملي دفاع وزارت پر هلمند او پکتیا هوايي برید رد کړی دی
د ملي دفاع وزارت پر هلمند او پکتیا هوايي برید رد کړی دی
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر رسنیو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هوايي برید خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه برید د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۷ مه په دې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت په کنډک ترسره شوی دی.
(2022 / 9 / 10 نېټع باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت چارواکو د «منصوري» او «عزم» په قول اردو د هوايي بریدونو ادعا رد کړې او هغه یې له حقیقته لرې او افواه بللې ده.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنايت الله خوږياڼي تېره ورځ (جمعه، ۱۸ سنبله) په خپل ټويټر کې ليکلي، چې په پکتيا کې پر ۲۰۳ “منصوري” قول اردو او په هلمند کې پر ۲۱۵ اتل قول اردو هوايي بريدونه هېڅ بنسټ نه لري او له حقیقت څخه لرې دي.
اړوند موضوعات:
ا.ا د هلمند پر شورابک د امریکا هوايي برید رد کړی