ا.ا د هلمند پر شورابک د امریکا هوايي برید رد کړی

0
89

ا.ا د هلمند پر شورابک د امریکا هوايي برید رد کړی

له دې وړاندې د «مډرن پاليسي» په نوم يوې لوېديځې رسنۍ د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی و چې په «بوسټون» يا د شورابک په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت د وسلو ګوټ «زېرمه» په يوه هوايي برید کې له منځه وړل شوی دی.

 

(2022 / 4 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هلمند محلي چارواکو دغه ولايت کې د امریکا له لوري پر اسلامي امارت بريد رد کړی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ويلي، له هغه راهيسي چې اسلامي امارت پر هلمند ولکه خپله کړې، دغه ولايت کې هېڅ هوايي برید نه دی شوی.

له دې وړاندې د «مډرن پاليسي» په نوم يوې لوېديځې رسنۍ د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی و چې په «بوسټون» يا د شورابک په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت د وسلو ګوټ «زېرمه» په يوه هوايي برید کې له منځه وړل شوی دی.

دغې رسنۍ ليکلي چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د شورابک د پوځي اډې د وسلو په يوې زېرمه کې قوي چاودنه رامنځته شوې.

د راپورونو پر بنسټ،اسلامي امارت ته يوې نږدې سرچينې ویلي، پېښه د هوايي برید له امله رامنځته شوې او په کې د وسلو يوه زېرمه په نښه شوې ده.

 

Leave a reply