سمنګاني د “مسعود” د ورځې نمانځنې ته غبرګون ښودلی

0
157

سمنګاني د “مسعود” د ورځې نمانځنې ته غبرګون ښودلی 

د ا.ا د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ورځې د نمانځنې په اړه د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له خوا غبرګون ښودلی دی.

 

(2022 / 9 / 10    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ورځې د نمانځنې په اړه د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له خوا غبرګون ښودلی دی.

تېره شپه یې په یوه ټویټ کې ولیکل: “ایا د مسعود فکري او معنوي وارثان دا جرئت لري چې امریکایان خطا او ګناه ووایي؟” ځکه که مسعو د استعمار ضد سړی و، نو دا د غلام سرشت وارثان به څنګه وي؟ او که هغه د دوی په څیر د استعمار غلام و، نو تاسو څنګه هغه د یو اتل سره پرتله کوئ؟”

ښاغلي سمنګاني په خپل ټویټ کې د “استعمار”، “چکري” او “له امریکایانو سره اوږه” د کلمو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې د هغه د غبرګون څرګندونه کوي.

د یادونې ده چې هر کال به د مسعود د وژنې ورځ کابل کې او یو شمېر نورو ولایتونو کې د دۀ هملارو پۀ سخت شور او ځوږ نمانځله، سړکونو ته به راوتل، په خلکو به یې ډزې کولې او ډول ډول مزاحمتونه به یې خلکو ته کول، خو سږ کال چې افغانستان کې ا.ا واکمن دی دغه ورځ فقد پۀ پیغامونو ونمانځل شوه.

 

Leave a reply