لنډیکوتل کښې د خدای بخښلي پښتو ژبې شاعر خاطر آفریدی ۵۳مه کلیزه ونمانځل شوه

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل جرګه هال کښي د پښتو ژبې وتلې شاعر خاطر آفریدی د 53م تلين په مناسبت سيمينار او د یوې مشاعرې تابیا شوې وه، په مشاعره کښې ګڼ شمير د پښتو ژبې شاعرانو، مقامي مشرانو او د ادب مینه والو ګډون وکړو.
د غونډې پیل د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه.د پښتو ژبې یو ځایی شاعر او ادیب عاطف پرهر د خاطر آفریدی او پښتو غزل په اړه مقاله وړاندې کړه.
په دویمه برخه کښې شاعرانو خپل شعرونه او غزلونه اورېدونکو ته وړاندې کړل، چې اورېدونکو ترې خوند واخست.د لنډي کوتل پريس کلب صدر خلیل آفریدی او لنډیکوتل وتلی شاعر او ادیب عاطف پرهراو نورو په خپلو خبرو کې د خاطر افريدي د مزار د ودانۍ جوړولو غوښتنه وکړه.
په غونډه کښې د لنډیکوتل اسسټنټ کمشنر ارشاد علي مهمند هم موجود وو او د خاطر آفریدی د مزار د ودانې جوړولو په اړه ی ګډون والو او د شاعرانو ته بشپړه همکارۍ کولو ډاډ ورکړو.
په غونډه کښې د پښتو ژبې شاعرانو او ادیبانو عاطف افريدي، نسيم نسيم شلماني، فيصل شينواري، وزير رحمان، عبدالغفور، هاشم خان هاشم، اياز مسرور، وارث عظيم، محمد دوست چشتي، امان الله باور، نامدار اپريدي، درزاب صاحب او لسګونو نورو شاعرانو برخه واخسته او د خاطر آفریدی په ژوند او د پښتنو او د پښتو ژبې لپاره ی د خاطر آفریدی خدمت ستاینه وکړه.

Leave a reply