د افغانستان لپاره د پاکستان او روسیې ځانګړو استازو ړ افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د پاکستان او روسیې ځانګړو استازو ړ افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر ثبات، اقتصادي پیاوړتیا او تعامل خبرې وشوې.
(2022 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان او روسیې ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان او روسیې ځانګړي استازي محمد صادق او ضمیر کابلوف د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر ثبات، اقتصادي پیاوړتیا او تعامل خبرې وشوې.
دغه لیدنه داسې محال ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې کابل کې ړ روسیې پر سفارت برید وشو چې پایله کې یې د دوو روسي دیپلوماتانو پۀ ګډون شپږ کسه پکې ووژل شول.
دغه برید د امریکا، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو وغاندۀ؛ خو روسیې د غندلو تر څنګ وویل چې امریکا نغواړي چې افغانستان دایمي ثبات ته ورسېږي.






