هند؛ نوي ډیلي کې دوه افغانان د ۳۱۶ کیلو نشه یي توکو د لېږد پۀ تور نیول شوي دي 

0
109

هند؛ نوي ډیلي کې دوه افغانان د ۳۱۲  کیلو نشه یي توکو د لېږد پۀ تور نیول شوي دي 

د راپور له مخې مصطفی ستانکزی او رحیم الله رحیم چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په هند کې اوسېدل پلان درلود چې د نشه ‎يي توکو د یوه مشهور قاچاق وړونکي یوه لویه کښتۍ له هېواده بهر ولېږدوي چې د هندي پولیسو له خوا ونیول شول.

ویل کیږي چې د دغو مخدره موادو بیه ۱۲۰۰ کروړه هندي کلدارو ته رسیږي.

 

(2022 / 9 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو دوه افغان وګړي له نوي ډیلي څخه د ۳۱۲ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د راپورونو له مخې، د هند پولیسو د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۵ مه د ډیلي له مترو سټیشن څخه ۳۱۲ کیلوګرامه هیروئین ونیول.

هندي پولیسو دغه کسان مصطفی ستانکزي او رحیم الله رحیم نومولي چې دواړه ۲۳ او ۴۴ کاله عمرونه لري.

د راپور له مخې مصطفی ستانکزی او رحیم الله رحیم چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په هند کې اوسېدل پلان درلود چې د نشه ‎يي توکو د یوه مشهور قاچاق وړونکي یوه لویه کښتۍ له هېواده بهر ولېږدوي چې د هندي پولیسو له خوا ونیول شول.

اړوند موضوعات: 

پۀ تاجکستان کې د دوو افغان قاچاق وړونکو نیول 

ویل کیږي چې د دغو مخدره موادو بیه ۱۲۰۰ کروړه هندي کلدارو ته رسیږي.

Leave a reply