سندهه کښې د سیلابونو له وجهې ۱۲۰۰ د صحت مرکزونه ویجاړ شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ د روغتيا وزير عذرا پيچوهو وايي، په سندهه کې د سيلابونو له امله ۱۲۰۰ روغتيايي مرکزونه ويجاړ شوي دي.
په یوه خبري غونډه کې عذرا پیچوهو وویل چې د حکومت تر څنګ غیر دولتي موسسې هم سیلاب ځپلو ته د طبي اسانتیاوو د برابرولو لپاره خپل کمپاینونه کوي.
د عذرا پيچوهو په وينا، په سندهـ کې هره ورځ ۷۰ زره سيلاب ځپلو ته طبي مرستې ورکول کېږي، په ډېرو ځايونو کې د سړکونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي او تر اوسه د ۸ لکو نه زياتو سېلاب ځپلو ته طبي مرستې ورکړل شوې دي.
د روغتيا وزير د يوې خبري غونډې پر مهال دا هم وويل، چې په ټول صوبه کې د ډينګي دوه زره پېښې ثبت شوې دي.
بل خوا د سندهـ حکومت وياند مرتضي وهاب وايي، چې موږ خپلو ګټو ته نه، بلکې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوو.
دا خبره مهمه ده چې په منچهر جهیل کښې د د دو سوریو کولو پس هم دې سیمه کښې د وزیراعلی کور او ورسره اړوند آبادۍ لپاره یو ستر ګواښ مخې ته راغلې دې او دا خطره پیدا شوې ده چې که چرې منچهر جهیل وشلیږي نو دا سیمه به ټوله په اوبو کښې ډوپه شي.
نور خبرونه
جاپان د پاکستان سیلاب ځپلو سره د مرستو په لړ کښې ۷۰ لکه ډالر بیړني مالي امداد اعلان کړې دې
آیی آیس پی آر ډیر تیز ردعمل څرګند کړې، عمران خان د جرنیلانو نومونه نه دي اخستي: فواد چوهدري