پکتیا ولایت کې له اوږد ځنډ وروسته تر شپږم پورته د انجونو ښوونځې پرانیستل شوي.

0
161

 

۵سپتمبر ۲۰۲۲

د پکتیا ولایت د ځینو سیمه ییزو سرچینو له قوله څو ورځې وړاندې د دغه ولایت زیاتو سیمو کې تر شپږم پورته د انجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شوي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي خالقیار احمدزی وایي چې دغه مکتبونه موده وړاندې د یاد ولایت د مکتبونو د مدیرانو له لورې خلاص شوي او په خبره یې د پوهنې ریاست یې مخنیوی نه دی کړی.

ویل کیږي چې د یاد ولایت مرکز کې ۲ د انجونو لیسې پرانیستل شوي او ۸ نورې لیسې به په ولسوالیو کې پرانیستل شي.

د دغه خبر په اړه د افغان دولت پوهنې وزارت او رسمي ویاند لا څه نه دي ویلي.

اړوند موضوعات

سهیل شاهین ووېل: اسلامي امارت د انجونو د زده کړو او ښځو د کار مخالف نه دی.

یاده دې وي چې د تیر یو کال راهیسې د انجونو پر مخ تر شپږم پورته د مکتبونو دروازې تړل شوي، چې له امله یې افغان دولت د زیات شمیر ننګونو سره مخ دی.

Leave a reply