د فاریاب او جوزجان په لویه لار د ترافیکي پيښې له امله ۱۵ تنه مړه او ټپیان شوي.

0
167

 

۵ سپتمبر ۲۰۲۲

په فارياب کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فارياب ولایت د اندخوۍ ولسوالۍ د امنیت امر قاري رحمت الله وايي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۴ بجې د فارياب – جوزجان لویې لارې په حدبخشي ساحه کی رامنځته شوې ده. هغه وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو فلانګوچ موټر د فارياب د بل چراغ له ولسوالۍ د جوزجان په لور روان و چی له یو تراکتور سره يې ټکر کړی دی.

نوموړی زیاتوي، په دې پېښه کې ۳ ماشومان، دوه ښځې او موټر چلوونکی مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور کسان ټپیان شوي دي.

اړوندموضوعات

 بلخ؛  ټرافیکي پېښې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د اندخوۍ ولسوالۍ روغتیايي مسوولین وايي، د درېيو ماشومانو، دوو ښځو او موټر چلوونکي په ګډون د شپږو کسانو مړي او ۹ ټپیان چی ډېری یې ماشومان دي، دغه روغتون ته وړل شوي دي. هغه وویل چې د پېښې ټول مړه او ټپيان د بل چراغ ولسوالۍ په نیشر سیمه کې د دوو کورنیو غړي دي.

Leave a reply