بلخ؛  ټرافیکي پېښې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

0
203

 بلخ؛  ټرافیکي پېښې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د ترافیکي اشارو نه‌شتون، د موټر چلوونکو بې‌احتياطي، د سړکونو خرابوالى د ترافيکي قوانينو نه مراعتول او ګړندی تګ بلل کېږي.

(2022 / 7 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  د بلخ ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په «شولګر» ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې درې تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

  د باختر آژانس د خبر له مخې، دا پيښه پرون، شنبه د زمري په ۲۸مه، ماسپښین مهال له یو بار وړونکي موټر سره د يو کرولا ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده.

  د شولګر ولسوالۍ  د امنيه قوماندان «مولوي محمد خان فاتح» ویلي چې په دې پېښه کې درې تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

Leave a reply