د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپیکر د ټاکنې په اړه د متحده ګوندونو ترمینځ تضاد مخې ته راغلې

0
163

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپيکر په انتخاب کښې چې څه وشول ددې په اړه د متحدو ګوندونو په دریځ کې تضادونه راڅرګند شول.

د تحریک انصاف واثق قیوم پرون د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر وټاکل شو، هغه به نن د خپلې څوکۍ سوګند پورته کوي.

په دې اړه د پاکستان مسلم ليګ (ن) وياند وايي چې موږ انتظار باسو، پنځه بجې لس دقيقې پاتې وې، موږ ته د علي حيدر ګيلاني د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولو اجازه نه وه ورکړل شوې.
بل خوا علي حیدر ګیلاني ویلي چې موږ پوهیږو چې ټاکنې به شفافې نه وي نو له همدې امله مو بایکاټ وکړ.

ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ د ډپټي سپيکر انتخاب لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو وخت د خالي په ورځ مازيګر پنځه بجې ټاکلې شوې وو چې پکښې واثق قيوم د بلا مقابله انتخاب اعلان کړے شوے دے۔

Leave a reply