د دیبورا لاینز په ځای روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ګومارل شوې.

۳سپتمبر ۲۰۲۲
د ملګرو ملتونو ویاند دفتر له لورې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، اغلې اوتونبایوا به د دیبورا لاینز پر ځای د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړې استازې په توګه کار وکړي، چې ښاغلي ګوتېرش یې فعالیتونه ستایلي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د قرغستان هیواد روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د مشرې په توګه ګومارلې ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مخکینۍ ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د اغلې لاینز څه باندې دوه کلن ماموریت تېره جون میاشت کې پای ته ورسيد. کاناډایۍ دېپلوماتې دېبورا لاینز د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۴مه له جاپاني تدامیچي یاماموتو وروسته دغه ماموریت پیل کړی و.
د یادونې ده، چې اغلې اوتونبایوا مخکې ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کلونو کې د قرغستان ولسمشره وه او له هغه وروسته یې د وزارتونو او بېلا بېلو دیپلوماتیکو پوستونو په ګډون بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
اړوند موضوعات
پر ط الب چارواکو د سفر معافیت؛ د ملګرو ملتونو پرېکړه پۀ دې اړه ځنډېدلې ده
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي، چې نوموړې د دیپلوماسۍ، مشرتابه او ښاري مدیریت په برخه کې ۳۵ کلنه کاري تجربه لري.





