امریکا پخواني افغان پیلوټان اوکراین ته د جګړې استولو لپاره روزي.

0
172

 

۲۹ اګست ۲۰۲۲

د تاس روسي خبري آژانس د باخبرو نظامي سرچینو له قوله لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د پخواني افغان هوایي ځواک پیلوټان د اوکراین جګړې ته د استولو په موخه روزي.

تاس خبري اژانس نن په دې تړاو په يوه راپور کې د باخبره نظامي سرچينو له قوله ويلي چې امريکا د اوکراين جګړې ته د استولو په موخه د افغان هوايي ځواک د مخکنيو پيلوټانو سربېره د ځانګړو ځواکونو هغه افسران هم روزي چې پر افغانستان د اسلامي امارت د ولکې تر ټينګېدو وروسته له افغانستانه ايستل شوي دي.

دوی زیاته کړه چې يادو کسانو ته په کليفورنيا ايالت کې روزنه ورکول کيږي او بیا د اوکراین جګړې ته د تلو قراداد پرې لاسلیک کیږي او وروسته به د پولینډ له لارې اوکراين ته ولېږل شي. تاس خبري اژانس که څه هم د خپلو سرچينو نوم نه دی ښودلی خو ويلي يې دي چې افغان پيلوټان د يوه قرارداد له مخې د اوکراين جګړې ته استوي.

اړوند موضوعات


امریکایي جنرال مکینزي: غواړو امریکايي پوځیان یوځل بیا افغانستان ته واستوو.
تر دې وړاندې هم ځينې خبرونه خپاره شوي وو چې امريکا او بريټانيا د افغانستان د پخواني پوځ د ځانګړو ځواکونو منسوبين د اوکراين جګړې ته استولي دي.

Leave a reply