امریکایي جنرال مکینزي: غواړو امریکايي پوځیان یوځل بیا افغانستان ته واستوو.

29 اگست , 2022
د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ يا سينټکام پخواني مشر جنرال کېنټ مکينزي ويلي د دې احتمال شته چې امريکايي پوځيان يو ځل بيا افغانستان ته ولاړ شي.
ځینو رسنيو د مکنیزي له قوله ويلي چې هغه تېر کال ولسمشر بايډن ته ويلي وو چې که امريکايي پوځيان له افغانستانه وباسي نو د افغانستان اسلامي جمهوريت به نسکور شي.
سرچینې ويلي، د افغان دولت د چارواکو له ژمنو سره سره ښايي افغانستان د نړيوالو ترهګرو په ځاله بدل شي او دا هغه څه دي چې د امريکا له ملي ګټو سره بشپړ تضاد لري او د مخنيوي لپاره يې ښايي امريکايي پوځيان بيا افغانستان ته واستول شي.
اړوند موضوعات
نشنال اینترست: باوجود ازی که امریکا در افغانستان شکست خور؛ ولی جنرال های آمریکایی شکست خود را در افغانستان نمی پذیرند
د امريکايي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغان دولت چارواکو په ځلونو له خپلې خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی او ویلي دي چې زموږ له خاورې به هیچاته کوم ګواښ موجود نه وي.





