د افغان دولت هوایي چلند اداره وایي، دریو هوايي ډګرونو کې د رادار سیستم نصبوو.

د افغان دولت هوایي چلند اداره وایي، دریو هوايي ډګرونو کې د رادار سیستم نصبوو.
۲۹اګست ۲۰۲۲
د افغان حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وازرت مسؤلین وايي، د هیواد د هوايي حریم د کنټرول په هدف یې د دریو ولایتونو په هوايي ډګرونو کې د رادار سیتسم نصبولو چارې پيل کړي دي، چې په دغو ولایتونو کې د کابل، بلخ او هرات هوايي ډګرونه شامل دي.
بلخوا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو همدارنګه ادعا وکړه چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال، د کابل هوايي ډګر اکثره تجهیزات، تاسیسات او وسایل ۷۰سلنه تخریب کړي دي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مسؤلینو په وینا اوس دغه سیستمونه، ترمینلونه او تخنیکي وسایل د متحده عربي اماراتو او قطر په همکارۍ ترمیم او بیرته فعال شوي دي.
تېره ورځ د افغان دولت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد هم په کابل کې خبریالانو ته وویل چې امریکا له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د دغه هیواد د رادار سیستم په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو تر دا مهاله د کابل نړیوال هوايي ډګر د تاسیساتو او تجهیزاتو د تخریب په اړه څه نه دي ویلي،خو تر دې مخکې د دغه هیواد ددفاع وزارت په یو راپور کې تائید کړې وه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د امریکا متحده ایالاتو جوړ ۷۸ الوتکې چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې وې له وتلو څخه مخکې غیرې فعالې کړې.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د افغانستان له یو شمېر ګاونډیو هیوادونو سره یې د هوايي حریم چارو د تنظیم تړونونه لاسلیک کړي دي چې د تیر یو کال راپدېخوا د افغانستان په فضا څه باندې ۱۵زره عبوري پروازونه تیر شوي، چې له دې درکه یې شاوخوا شپږ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
اړوند موضوعات
ترانسپورټ وزارت له ایکو سازمانه د همکارۍ غوښتنه کړې
د دغه وزارت چارواکي وايي چې د دغه پروازونو له لارې نژدې۳۷۰زره مسافرینو داخل او خارج ته انتقال شوي دي.






