د قامي اسمبلۍ قایمه کمیټۍ پخوانۍ وزیراعظم عمران خان او پخوانۍ وزیرداخله شیخ رشید راغوښتي دي
باغي ټي وي رپورټ
د قامي اسمبلۍ د قواعدو او ضوابطو قائمه کميټۍ د اسلام آباد په پارليمنټ لاجز باندې د پوليس د چاپې په اړه پخواني وزيراعظم عمران خان او د داخله پخواني وزير شېخ رشيد احضار کړے دے۔
قائمه کميټۍ عمران خان او شيخ رشيد ته نوټس ليږلي او قائمه کميټۍ د صلاح الدين ايوبي تحريک تحريک نوټس ليږلي دي۔
قائمه کمېټۍ په پارلېماني لاجز باندې د حملې په مسله د عمران خان او شيخ رشيد طلب کړي وو.
صلاح الدین ایوبي ویلي، چې د اسلام اباد پولیسو د پخواني لومړي وزیر او کورنیو چارو وزیر په لارښوونه د پارلېمان لاجونه کلابند کړل.
د قائمه کميټۍ غونډه به سبا ماسپښين دوه بجې پارليمنټ هاؤس کښې کيږي۔
ياده دې وي چې د روان کال په مارچ مياشت کې د اسلام اباد پوليسو د جميعت علمای اسلام (جي يو آئی) د امنيتي څانګې انصارالاسلام د موجوديت له امله يو شمېر کسان نيولي وو او د پارلمان په غړیو ی تشدد هم کړې وو.
نور خبرونه
وزیراعظم شهباز شریف راروانه اونۍ د قطر او متحده عرب اماراتو په سرکاري سفر ځي
د پاکستان تحریک انصاف اووکسیزه ډلې مشرانو په زندان کښې شهباز ګل باندې تشدد غندنه کړې ده