روس په اوکراین د اتومي وسلو کارولو امکان رد کړې دې

0
171

باغی ټي وي رپورټ
روسیې پر اوکراین د اټومي وسلو د کارولو احتمال رد کړی دی.

د روسيې دفاع وزارت د اوکراين په جګړه کې د روسيې له خوا د اټومي او کيمياوي وسلو د احتمالي کارونې په اړه ټول راپورونه ناسم او بې بنسټه بللي دي.

د روسیې دفاع وزیر په مسکو کې د نړیوال امنیت په کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، روسیه په اوکراین کې د اټمی وسلو کارولو ته اړتیا نه لری، له پوځی اړخه په اوکراین کې د مطلوبو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د اټمی وسلو کارولو ته اړتیا نشته.
هغه وویل چې په اوکراین کې د مسلکي پوځي عملیاتو له لارې د اټمي وسلو یا کیمیاوي وسلو د کارولو لپاره د روسیې د چمتووالي په اړه په رسنیو کې خپاره شوي خبرونه بې اساسه او درواغ دي چې دا د روسیې په اړه معلوماتي برید دی.
هغه د اټمي وسلو د مخنيوي په اړه د امريکا او روسيې ترمنځ د نوي پيل شوي تړون په اړه وويل چې د دغه تړون د تمديد په اړه خبرې اترې دوه طرفه دي او اوس د دغه تړون پر سر د ستونزو بادونه پراته دي. . دي

هغه وویل چې د خطرناکو ستراتیژیکو وسلو د منع کولو تړون به له ستونزو سره مخ وي ځکه چې تر ۲۰۲۶ کال پورې عملي شوی و، روسیې د دغه تړون له مخې ټول مکلفیتونه پوره کړي وو او د جنګي وسلو شمیر یې په ټاکلي حد کې ساتل شوی دې.

نور خبرونه

د قامي اسمبلۍ قایمه کمیټۍ پخوانۍ وزیراعظم عمران خان او پخوانۍ وزیرداخله شیخ رشید راغوښتي دي

وزیراعظم شهباز شریف راروانه اونۍ د قطر او متحده عرب اماراتو په سرکاري سفر ځي

Leave a reply