وزیراعظم شهباز شریف راروانه اونۍ د قطر او متحده عرب اماراتو په سرکاري سفر ځي

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف به راتلونکې هفته قطر او متحده عرب اماراتو ته په رسمي سفر ځي۔
دسرکاري ذرائعو ترمخه په دغه سفر کې به لوړپوړي وزيران، ملکي اؤ پوځي افسران هم وزيراعظم سره وي.
دسرکاري ذرائعو ترمخه د وزيراعظم دورې په مهال به د ايل اين جي سپلائي او د ديرشو پيښو په اړه هم خبرې اترې کولى شي او په دغه مهال به د پاکستان په ملکې تصديو کې د قطر د سرمايه کارۍ په موضوع هم خبرې اترې کولى شي.
سرچينې وايي چې په دغه سفر کې به په قطر کې د پاکستانيانو د خیر ښیګړې په موضوع هم خبرې وکړي او د پاکستان صدراعظم به د قطر له سفر وروسته متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.
دا خبره د یادونې ده چې وزیراعظم شهباز شریف چې کله د وزیراعظم په څوکۍ کيښناستو نه د سعودي عربستان دوره ی هم کړې وه.
دا خبره د یادونې ده چې سعودي عربستان پلان لري چې پاکستان سره تر ۴ ملیارده ډالرو پورې مرستې وکړي.
نور خبرونه
د پاکستان تحریک انصاف اووکسیزه ډلې مشرانو په زندان کښې شهباز ګل باندې تشدد غندنه کړې ده
د پخواني وزیراعظم عمران خان مرستیال شهزاد اکبر نامه په ایګزټ کنټرول لسټ کښې اچول شوې ده






