د پاکستان تحریک انصاف اووکسیزه ډلې مشرانو په زندان کښې شهباز ګل باندې تشدد غندنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د سنيټر شهزاد وسيم په مشرۍ يو اووه کسيز وفد اډياله جيل ته لاړ او د عمران خان له چيف آف سټاف شهباز ګل سره يې وليدل.
د پي ټي آئي لخوا جاري شوي بيان ترمخه په 7 کسيزه وفد کښي سينيټر شهزاد وسيم، سينيټر سيف الله نيازي، سينيټر شبلي فراز، سينيټر اعظم سواتي، سينيټر عبدالقادر، سينيټر سيف الله ابڑو او سينيټر سردار ګورديپ سنګ شامل وو۔
د بيان له مخې د تحريك انصاف پلاوي له شهباز ګل سره وليدل او د هغه د حال پوښتنه يې وكړه او پر هغه يې د تشدد په پېښو ژوره خواشيني څرګنده كړه.
د پلاوي غړي به د دې غونډې په اړه د ټول وضعیت په اړه د ګوند مشرتابه ته خبر ورکوي.
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په يوه مرکه کښي تور لګولي وو چي شهباز ګل ئي په زندان بربنډ کړے وو او تشدد ئي پر کړي وو۔
وروسته له هغې چې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر هاشم ډوګر په زندان کې د عمران خان د مشر شهباز ګل د شکنجه کولو او په دوی تشدد کولو خبره رد کړه او ویې ویل چې هغه بالکل ښه دی، او د شهباز ګل باندې د د تشدد کول سوال هم نه پیدا کیږی.
د صوبې داخله وزير ووئيل زما په علم کښې راغلي چې شهباز ګل په لومړې شپه جېل کښې په غيرقانوني توګه په چکۍ کښې ساتلے شوے دے کوم چې د هر یو قیدي سره باید و نه شي.
نور خبرونه
په قبضه شوي کشمیر کښې د هندي فوځي اهلکارو ګاړې کندې تر غورځیدلې دې
یوه ورځ د سرو زرو بیعه ټیټه ،بله ورځ بیا لوړه ، نن د سرو زرو نرخ بیا لوړ شوې دې
د پخواني وزیراعظم عمران خان مرستیال شهزاد اکبر نامه په ایګزټ کنټرول لسټ کښې اچول شوې ده






