د پاکستان پرمختګ ،خوشحالۍ او سوکالۍ لپاره نیکې هیلې لرو ا دعاګانې کوو: د سعودي عربستان شهباز شریف سره ټیلیفوني اړیکه

0
216

باغی ټي وي رپورټ
لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ټیلیفوني خبرې کړي دي، سعودی باچا پاکستان په ۷۵مه د آزادۍ ورځ مبارکي ورکړي او په څو مهمو موضوعاتو ی ورسره ټینګار هم کړې دې.

د سعودي ميډيا له مخې دواړو مشرانو د ټيلي فوني خبرو په مهال د ورورولۍ او تاريخي اړيكو په اړه خبرې اترې وكړې۔

د دې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

تر دې مخکې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه استولي وو.
ولسمشر عارف علوي ته د سعودي مشرتابه لخوا په پېغامونو کې د پاکستان ولس ته د خپلواکۍ مبارکي ویل شوې ده.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز په خپل پېغام کې ویلي چې د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ او بریا لپاره دعا کوي.

د ولیعهد محمد بن سلمان لخوا جاري شوي پیغام کې ویل شوي چې د پاکستان لپاره نیکې هیلې لري او د پاکستان د پرمختګ ، خوشحالۍ او سوکالۍ لپاره دعاګانې کوي.
دا خبره د یادونې ده چې پرون د ۷۵ مې آزادې ورځ په مناسبت سرهد سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه استولي وو.

ولسمشر عارف علوي ته د سعودي مشرتابه لخوا په پېغامونو کې د پاکستان ولس ته د خپلواکۍ مبارکي ویل شوې وه.

نور خبرونه

هغه ګوند چې د آزادۍ نعرې ی وهلې،۴۸ ملیارده خساره دې حکومت ته پریښودې ده: مفتاح اسماعیل

پولیس افسرانو د آزادۍ ورځ یتیمانو ماشومانو بې کوره ماشومانو سره ونمانځله

د سکواش په ورلډ جونیئر چیمپئن شپ کښې د پاکستان حمزه خان نیمه پایلوبې ته رسیدلې دې


……………………..

Leave a reply