د سکواش په ورلډ جونیئر چیمپئن شپ کښې د پاکستان حمزه خان نیمه پایلوبې ته رسیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان حمزه خان په فرانسه کې د روان نړیوال جونیئر سکواش سیالیو نیمه پایلوبې(سیمي فاینل) ته رسېدلی دی.

د نړیوال جونیئر سکواش سیالیو په کوارټر فاینل کې د پاکستان د حمزه خان او د مصر محمد نصیر تر منځ لوبه یو ساعت او درې دقیقې دوام وکړ، چې مصري لوبغاړي ۱-۲ مخکښه شو، خو بیا حمزه ښه لوبه وکړه او لوبه ی وګټله.
حمزه په اسانۍ سره د ګلاس کورټ کې د لوبې لومړۍ لوبه 3-11 وګټله، خو په راتلونکو دوو لوبو کې مصري 5-11 او 9-11 وګټلو او د 1-2 په وړاندې مخکښ شو.

خو د پاکستان ځوان لوبغاړي له لاسه ورکولو فشار نه دی اخیستی. په څلورمه لوبه کې 5-11 مساوي کړه او بیا یې په پریکړه کونکي لوبه کې 7-11 بریا سره بریا خپله کړه.

حمزه خان به په نیمه پایلوبه کې د انګلستان له فنلي ویټنګټن سره مخامخ شي.

دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان ځوان لوبغاړي ارشد ندیم په کامن ولیتهه لوبو کښې هم د سروزرو مډال ګټلې دې او څو ورځې وړاندې ی په ترکي کښې هم د اسلامي پیوستو سیالیو کښې هم د پاکستان لپاره د سروزرو مډال وګټل.