نن په هیواد کښې د ویشلو هڅې روانې دي، مونږ عملي هڅې کوو چې دا هیواد اقتصادي پرمختګ وکړي، پاکستان مو له دیوالیه کولو څخه ژغورلې دې : شهباز شریف

0
169

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان د خپلواکۍ ٧٥مه کليزه پرون ونمانځل شوه چې په دې مناسبت د اسلام اباد په جناح کنونشن سنټر کې د بيرغ پورته کولو مهم مراسم ترسره شول.

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت کنونشن سنټر کې یوې مهمې غونډې ته د وینا پر مهال وزیر اعظم شهباز شریف وویل، که مونږ اتومي ځواک جوړېدلای شو، نو اقتصادي ځواک ولې نشو؟

ده ووئيل نن د قامي ډایلوګ ضرورت دے، د هغې پېل د اقتصادي منشور وي، مونږ ته خپل حساب كول دي، تېر حكومت د پاكستان په تاريخ كښې د 43 اربه ډالرو تر ټولو لوې قرضې بار كړې۔ اوس د پور سود ورکول هم ناشوني شوي خو پاکستان له افلاس څخه وژغورل شو.
زيراعظم ووئيل نن د ملت د وېشلو او بېلولو ناپاك هڅې روانې دي، د پاكستان جوړولو مشن زمونږ قومي او سياسي قيادت مخ په وړاندې روان كړے۔

نور خبرونه

د پاکستان پرمختګ ،خوشحالۍ او سوکالۍ لپاره نیکې هیلې لرو ا دعاګانې کوو: د سعودي عربستان شهباز شریف سره ټیلیفوني اړیکه

Leave a reply