هغه ګوند چې د آزادۍ نعرې ی وهلې،۴۸ ملیارده خساره دې حکومت ته پریښودې ده: مفتاح اسماعیل

0
103

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د آئي ايم ايف د شرط له مخې د دوستو هېوادونو نه د څلور اربه ډالرو اخستلو انتظامات شوي دي ولې په پټروليم مصنوعاتو سبسډي نه شي ورکولې۔

کله چې د جیو نیوز په پروګرام ‘نیا پاکستان’ کې کوربه مفتاح اسماعیل څخه پوښتنه وکړل شوه چې ایا سبا به د پټرول بیعې کمې شي؟ ځکه په نړیوال بازار کې بیې راټیټې شوې او روپۍ هم قوي شوې؟ په دې اړه هغه وویل چې نه به د یوې روپۍ مالیه ولګول شي او نه به د مالیې وزارت لخوا هیڅ ډول زیاتوالی اعلان شي.
هغه دا هم وويل چې مونږ د پټروليم پر محصولاتو سبسډي نه شو زغملى او مونږ زيان نه شو زغملى.

مفتاح اسماعیل وویل چې د پیسو نړیوال صندوق د پور لپاره له کوم بل ځای څخه د څلور میلیارده ډالرو د برابرولو شرط ایښی وو، مونږ باید ټول سره کښېنو او د اقتصاد منشور عملي کړو، ښه به دا وي چې سعودي عربستان د یو میلیارد ډالرو تېلو تایید وکړي.
په دوکانونو باندې د فکس شوي ټېکس په اړه هغه وويل ما غلطه کړې وه چې په يو وړوکي دوکان هم درې زره روپۍ ټيکس لگول شوى ؤ، ايف بي آر د درې زره روپو پرځاى شپږ زره روپۍ ټيکس لگولى، د جي بلونو جمع کول کم شوي، ١٥ اربه روپۍ د پلورونکو د ثابت مالیاتو له منځه وړلو سره به کم شي.

د خزانې وفاقي وزير وويل هند په 1950 کې انسټيوټونه جوړ کړل، تاسو په ګلي ډنډه لوبې کولې، دلته د پروفيسورانو جعلي کارخانې خلاصې دي، د تعليم نظام ته يې پام نه دی کړی، آبادۍ ته يې پام نه دی کړی،دآزادي نعره وهونکي ګوند ۴۸ ملیارده ډالره خساره پريښودې ده.

نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف د راول چوک پروژې پرانسته وکړه

په ۱۵ اګست له افغانستان څخه د نیټو او امریکا واپس وتل، سبا په افغانستان کښې عامه رخصتي اعلان شوې

Leave a reply