په ۱۵ اګست له افغانستان څخه د نیټو او امریکا واپس وتل، سبا په افغانستان کښې عامه رخصتي اعلان شوې

0
93

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د ا.ا.ا د واکمنۍ د یو کال د پوره کېدو په مناسبت سبا د اګست ۱۵ مه عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

د افغان حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ا.ا. امارت د یو کال د پوره کېدو او له امریکايي اشغال څخه د افغانستان د ازادۍ په مناسبت به د اګست په ۱۵مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

د یادولو وړ ده چې تیر کال د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ط.ا.ل.ب.ا.ن.و د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نیټه د افغانستان پلازمینه کابل بیرته ونیوه او د افغانستان حکومت او واک ی په خپل لاس کښې واخستو.
دا خبره مهمه ده چې تیر کال ۲۰۲۱ په ۱۵م اګسټ د ا.ا مارت څخه یو بیان خپور شوې وو. په بیان کښې ویل شوې وو چې افغان ط.ا.ل.ب.ا.ن.و خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې پلازمینې کابل ته ننوځي.

ط.ا.ل.ب.ا.ن.و وياند ذبيح الله مجاهد اعلان کړى، چې نن سهار له کابله بهر د وسله والو د تګ راتګ مخه نيول شوې وه خو اوس داسې راپورونه شته، چې په کابل کې دولتي دفترونه خالي شوي او پوليس هم تللي دي نو دوی دې کابل کښې داخل شي.

په دغه ورځ داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې افغان ولسمشر اشرف غني او مرستیال ولسمشر امرالله صالح له هېواده وتلي ، دا خبر د افغانستان د مصالحې شورای مشر عبدالله عبدالله هم تایید کړې وه.

نور خبرونه

د پاک افغان سیمې د ستونزو په روښانولو کې د باغي پښتو رول یو کال په کامله توګه پوره شو

سیلاب های آخیر در کشور ۱۳ کشته بر جا گذشته 

سیل خونین در سودان دست کم 52 کشته برجای گذاشت

Leave a reply