د پاک افغان سیمې د ستونزو په روښانولو کې د باغي پښتو رول یو کال په کامله توګه پوره شو

0
47

د پاک افغان سیمې د ستونزو په روښانولو کې د باغي پښتو رول یو کال په کامله توګه پوره شو

باغي پښتو په تېر یوه کال کې د قبایلي سیمو په ګډون د ټول پاکستان د خلکو پر ستونزو رڼا اچولې ده. باغي پښتو یوازینی پلیټ فارم دی چې د قبایلي سیمو مسایل او پیښې په وخت او لومړي لاس راپور ورکوي، له همدې امله په خیبر پښتونخوا کې خورا مشهور شوی دی.

(2022 / 8 / 14    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاک افغان سیمې د ستونزو په روښانولو کې د باغي پښتو رول یو کال په کامله توګه پوره شو. د پاکستان تر ټولو لوی ډیجیټل میډیا پلیټ فارم باغي پښتو، چې په پښتو ژبه کې د خبري ویب پاڼې کار دی نن په بریالیتوب سره یو کال پوره شو.

باغي پښتو د تېر کال د اګست په ۱۴ مه په پښتو او دري ژبو خپرونې پیل کړې، چې په افغانستان او پاکستان کې د خلکو له خوا ښه هرکلی وشو.

باغي پښتو پلیټ فارم په داسې حال کې چې په افغانستان کې له ځمکې څخه راپورونه خپروي، خلکو ته د تېر یوه کال د بدلونونو او حالاتو په اړه مثبت رول اداء کړی او خلکو ته یې کره او پر وخت کره معلومات وړاندې کړي او د خلکو ستونزې یې تر لوړ پوړو چارواکو پورې رسولي دي.

باغي پښتو د افغان ط البانو له وياند ذبيح الله مجاهد او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د مرکو لپاره هم وياړ لري، باغي پښتو د افغان حکومت سره د ډيجيټل ميډيا پلاتفورم په توګه هم ثبت شوې ده.

اړوند موضوعات: 

د ایاز امیر پر ضد تاوتریخوالی: حقیقت بل څه دی: باغي تلویزیون حقیقت په ډاګه کړ

Leave a reply