د ایاز امیر پر ضد تاوتریخوالی: حقیقت بل څه دی: باغي تلویزیون حقیقت په ډاګه کړ

د ایاز امیر پر ضد تاوتریخوالی: حقیقت بل څه دی: باغي تلویزیون حقیقت په ډاګه کړ

 

لاهور: ایاز امیر د دنیا تلویزیون د پروګرام له پای ته رسیدو وروسته آواری هوټل ته روان وو چې دا پیښه رامنځ ته شوه او اوس په میډیا کې دې مسلې ته غلط رنګ ورکول کیږي۔ په میډیا کې ویل کیږي چې ایاز امیر په موټر وواهل شو. بیا هغه شکنجه شو، حال دا چې حقیقت دہ دی برعکس دی، د ایاز امیر موټر د کلتس موټر سره ټکر وکړ، چې وروسته د موټر ناستو کسانو هغه شکنجه کړ.

 

 

وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب وزيراعلي د اياز امير په ضد د تشدد نوټس اخستې او د ملزمانو نيولو امر ئي کړے دے۔ له پېښې وروسته د صوبې د کورنیو چارو وزیر عطاء تارړ هم له ایاز امیر سره وکتل.

 

 

احمد منصور په ټوېټر کې ليکلي چې عمران خان چی د کومو “ژورنالستانو” د اورېدو عادی شوی دی، څنګه به د اياز امير “بيان” هضم کړي.

 

سید عمران شفقت هم په ټوېټر د ایاز امیر د تشدد په اړه یو ټوېټ کړی او ویلي یې دي چې کېدای شي په دې کې د تحریک انصاف لاس وي.

 

دغه راز نورو کاروونکو هم انديښنه ښودلې ده چې د اياز امير په ضد د تشدد تر شا د پي ټي ائي لاس وي ځکه چې په پي ټي ائي کې عدم برداشت ختم شوى او د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان پخپله د عدم برداشت غږ کړی دی او یو بیان کی یی ویلی وو چی دوی دی بیا د خپلو کورونو څخه راووځئ او وښایئ. هغه کارکونکو ته لارښوونه ھم کړې وه چې هغه چا ته سبق ورکړي چې ګوند یې پریښود۔