د آزادۍ په ۷۵ مه کلیزه د پاکستان امنیتي ځواکونو د اولس ترڅنګ ولاړ دي: آیی ایس پی آر

باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان پوځ د اګست په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه د بلوچستان په هرنائی سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته د ترهګرو برید په بریالیتوب سره په شا وتمبول.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، ترهګرو د اګست په ۱۳مه او ۱۴مه شپه د خوست په هرنايي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ.
د آئي ايس پي آر له مخې د ترهه ګرۍ بريد په کاميابۍ سره په شا وتمبول شو او په نېږدې غرونو کښې د تښتېدلو ترهګرو پسې په نزدې غرونو کښې لاړل او ددوی مخه ی ونیوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته شوې ده.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د ازادۍ د 75مې کليزې په موقع امنيتي ځواکونه د ولس ترڅنګ ولاړ دي۔
دا خبره د یادونې ده چې پرون د پاکستان فوځ ویاندې ادارې په بیان کښې ویلي وو چې د په سوات کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (TTP) د وسله والو د موجودیت په اړه راپورونه غلط دي.
د آئي اېس پي آر له مخې په سوات کښې د کالعدم ټي ټي پي وسله والو د شتون خبره په څو ورځو کښې په غلط فهمۍ سره خپره شوه.
ISPR وايي، په سوات کې د کالعدم ټي ټي پي د وسله والو د شتون په اړه راپورونه غلط دي.






