د پاکستان ۷۵ مه د آزادۍ او خپلواکۍ د ورځې په موقع د پاکستان اولس مشر او وزیراعظم قوم ته ځانګړي د مبارکۍ پیغامونه وړاندې کړي دي

0
193

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۵ کلیزې په مناسبت ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر شهباز شریف ملت ته د مبارکۍ پیغام ورکړی دی.

خپل پېغام کښې صدر عارف علوي ملت ته مبارکي ورکړې او وئيلي ئې دي چې نن د مادر وطن لپاره د قائداعظم په مشرۍ کښې د بې شمېره قربانيو يادګار دے.

ده ووئيل د پاكستان پوځ او قانون نافذ كوونكې د شهيدانو قربانۍ به هېرې نه كړي٬ شهيدانو د وطن د سلامتۍ لپاره خپل ژوند قربان كړے۔
د ازادۍ ورځې په موقع اولس مشر د كشميريانو د ازادۍ د مبارزې په اړه ووئيل چې هغه به د ملګرو ملتونو د قراردادونو مطابق د كشميريانو د خود اراديت د حق ملاتړ جاري ساتي۔

بل اړخ ته د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ورکرز کنونشن ته په خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي د ازادۍ 75مه ورځ د پاکستاني ولس لپاره تاریخي ورځ ده، د پاکستان تاسیس له معجزې کم نه و.

شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان جوړول د بابائے قوم قائداعظم په نه ستړي کېدونکي محنت او هڅو سره ممکن شوي دي۔
هغه دا هم اوویل چې زمونږ پلرونو او نیکونو د ټولنيز اقتصادي برابرۍ، د قانون د حاکميت او برابرۍ پر بنسټ د يوه هېواد خوب ليدلى وو خو تر اوسه يې مونږ دغه خوب نه دې پوره کړې .
…………………………..
نور خبرونه

ټول سیاستوال دې ژمنه وکړي چې د خپل ذاتي مقصد لپاره به د بل چا سپکاوې نه کوي، په نوی نسل کښې د کرکې او نفاق تخم و نه کرل شي: د پاکستان دفاع وزیر

 جدایی طلبان بلوچ: در یک حمله مسلحانه پنج نفر مامورین پاکستان کشتیم 

Leave a reply