ټول سیاستوال دې ژمنه وکړي چې د خپل ذاتي مقصد لپاره به د بل چا سپکاوې نه کوي، په نوی نسل کښې د کرکې او نفاق تخم و نه کرل شي: د پاکستان دفاع وزیر

0
145

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، که سیاستوال سیاست کول غواړي، د ولس په ملاتړ او رایو دې وکړي، نوي نسل ته دې د منافقت او نا امیدۍ درس ورنکړل شي.

د دفاع وزير خواجه اصف په خپلو خبرو کې ويلي، چې په نوي نسل کې د نفاق او نا اميدۍ تخم کرل کېږي، په تېرو څلورو کلونو کې زموږ کلچر له منځه تللى، د دې ښکارندويي مه کوئ، چې دوى له موږ سره دي، بايد ټول بنسټونه په خپلو حدودو کې پاتې شي. .

هغه زیاته کړه چې په تلویزیون کې یو کس داسې خبرې وکړې چې تر اوسه یې هیڅ ګوند نه دي کړي.
هغه اوویل چې په ښکاره د بغاوت کولو دعوت ورکړل شو، هغه زیاته کړه چې ټول سیاستوال باید ژمنه وکړي چې د سیاست لپاره به د بل چا بدنامۍ او سپکاوۍ و نه کړي.

خواجه اصف وويل که سياست کول غواړې نو د ولس په ووټ وکړئ نه د کومې ادارې په سر .
د پاکستان وزیردفاع اوویل او زیاته ی کړه چې مونږ د يو نوي دور پېل کوو په کوم کښې به چې ټولې ادارې خپل واکونه تېر کړي.
نور خبرونه

د پاکستان ټاکنو کمیشن د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ټول تورونه رد کړي دي

دا هیواد غلو او ډاکوانو لوټ او چور کړې، نواز شریف او زرداري په ضد د پاکستان زمکه راتنګیږي : شیخ رشید

Leave a reply