دا هیواد غلو او ډاکوانو لوټ او چور کړې، نواز شریف او زرداري په ضد د پاکستان زمکه راتنګیږي : شیخ رشید

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد احمد يو ځل بيا د خپلو توپونو مخ د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) د مشرانو په لور اړولې دې او په دوي ی ډیرې سختې نیوکې کړي دي .
لال حويلي کې جلسې ته په وينا کې شيخ رشيد وويل، د اصف زرداري او نواز شريف لپاره د پاکستان ځمکه تنګېږي، هغه اوویل دوی دا هیواد لوټ کړې او چور کړې دې، هغه اوویل چې په وفاقي کابينه کې ٦٢ وزيران دي، چې ١٧ يې وزارت هم نه لري.
د کورنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړه چې حکومت د امپریالیستي اجنډا لاندې رایې اخیستې او جمهوري حکومت یې د سازش لاندې راوستی.
شیخ رشید وویل مونږ تل د اصولو سیاست کړی دی، هغه وویل او په ټولو ی غږ وکړو چې اځئ په ګډه دا پاکستان وژغورو.
نور خبرونه
په تاریخي باب خیبر باندې د پاکستان ۷۵ مه د آزادۍ ورځ ونمانځل شوه






